اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ
د ۱۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ نورستان کې ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
دید خبرې آژانس: د نورستان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې(بیروج) د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي.

د یاد ولایت د د کانونو چارو رییس سیدالرحیم عمیر ویلي، چې د دغه ولایت له دوو کانونو څخه ترلاسه شوي یو اندازه ګران بیه ډبرې(بیروج) د ازادې بولۍ له لارې د ۱۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ختیځ او لوېدیځ نورستان کې ورته بولۍ ترسره شوې وې، چې د سیمه ییزو سوداګرو او پانګوالو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.