د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مهم خبرتیا
دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د مراجعینو لپاره د قونسلي خدمتونو په برخه کې د لا اسانتياوو برابرولو او د وخت ضايع كېدو او بهرنیو چارو وزارت د راتګ د تکلیف او انتظار د مخنيوي په موخه په پام کې لري، چې په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي او قونسلي استازوليو له لوري صادر او تصديق شوي ټول بهرني سندونه او همدارنګه د عدم مسوولیت جرمي فورمې په کابل ولایت کې د افغان پست امارتي شرکت د بېلابېلو څانګو له لارې راټول او بېرته سپارل کېږي.

له همدې امله د 1403 لمريز کال د کب د مياشتي له لومړۍ نېټي څخه د بهرنيو سندونو د تصديق محترم مراجعین باید خپل سندونه د مرکزي پست خونې ته چی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دننه کې قرار لري وسپاري او له تصديق وروسته سندونه بېرته له همدې پست خونې څخه تسليم کړي.
د یادولو وړ ده چې د عدم مسووليت جرمي سندونه د لاندې پست خونو له لوري طي مراحل كېږي:
1. مرکزي پست خونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په دننه کې موقعيت لري.
2. د درېیم مکروریانو پست خونه چې د سترې محکمې د دروازې ښي لوري ته موقعيت لري.
3. د آريا ښارګوټي پست خونه چې د اول فاز چپ لوري ته لومړي مارکېټ کې موقعيت لري.
4. د قلعه فتح الله پوست خونه، چې د قلعه فتح الله پر نهم سړک موقعیت لري.
5. د قصبي پوست خونه چې د ملي پراختیا شرکت دروازې ښي لوري ته موقعيت لري.
6. د خيرخانی پوست خونه چې د یولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه موقعيت لري.
له ټولو ګرانو مراجعینو څخه په درنښت هيله کېږي، چې د پورتنۍ نېټې څخه وروسته د بهرنيو سندونو او عدم مسوولیت جرمي سندونو د طی مراحلو په پار بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه ونه کړي او خپل سندونه دې د پورتنیو یادو شویو پوست خونو له لارې طی مراحل کړي.