په تهران کې د افغان نخبګانو لومړی کنفرانس پیل شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د فني و فناوري مرستیال په نوښت د افغانستان د نخبګانو لومړی کنفرانس نن د سلواغه میاښت په ۲۷مه په تهران کې پیل شو. دا کنفرانس به په دوو ورځو دوام وکړي.

په ایران کې د افغانستان د نخبګانو لومړی کنفرانس نن (د سلواغه ۲۷ مه) د دواړو هېوادونو د پوهانو او چارواکو په پراخ حضور سره پیل شو.
د ایران د جمهور رئیس د علمي او فناوري مرستیال د همکاریو د پراختیا د سازمان له هڅو څخه په مننې دغه غونډې د ایران او افغانستان د علمي او فرهنګي استعدادونو ترمنځ د تعامل او هماهنګۍ زمینه برابره کړه.
د کنفرانس پرانیسته د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه او د ایران د اسلامي جمهوریت د ساینس، ټکنالوژۍ او علم پر بنسټ د اقتصاد وزارت مرستیالې حسین افشین د افغانستان د نخبګانو د ملاتړ په اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د ایران له نوښتګر ایکوسیستم سره د هغوی اړیکې ته په اشارې سره وویل: ایران ستاسو کور دی او دغه کنفرانس د ګډې راتلونکې لپاره یو ګام دی.
دا غونډه چې د لومړي ځل لپاره په ایران کې جوړه شوې ده، د صنعت، نوښت، اسلامي علومو، هنر، تشبث او طب په څیر پراخو موضوعاتو پوښښ لري. د دوو ورځو په ترڅ کې به ۱۵ افغان پوهان خپلې علمي او فرهنګي لاسته راوړنې وړاندې کړي.
دا غونډه نه یوازې د افغان استعدادونو د معرفي کولو فرصت دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو بنسټ هم جوړوي. د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو سره ایران په سیمه کې د دوامدارو علمي او تخنیکي تعاملاتو لپاره لاره هواروي.