اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سره صلیب: ۱ میلیون ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي

دید خبرې آژانس: د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن ارزولی او په راتلونکي کال کې یې د روغتیایی خدمتونو، خوراکي توکو د مرستو او د کروندګرو د ملاتړ خبر ورکړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې د افغانستان بشري وضعیت، د اوږدمهاله جګړو، اقتصادي ستونزو  او طبیعي پېښو له امله ډېر کړکېچن ارزولې دی.

دې کمېټې په تېر زېږدیز کال کې څه باندې ۹۶۴ زره  ناروغانو ته د افغاني سرې میاشتې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو له لارې لومړني مراقبتونه وړاندې کړي دي چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز دې کمېټې ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق کړی او د ۸۷۸۸ خوراځواکو ماشومانو درملنه یې کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ کال روغتیايي خدمتونه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۷ مرکزونو له لارې د ۹۶۴۲۵۹ ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو وړاندې کېدل 

د ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق

د ۸۷۸۸ خوارځواکو ماشومانو درملنه

د فزیکي بیارغونې په ۷مرکزونو کې له ۲۱۵۲۷۴ ناروغانو سره مرسته 

د ۳۲۵۳۱۳ فزیوتراپي غونډو جوړېدل

“یو ډاکټر، سید عبدالله احمدي وايي: د نړۍوال سره صلیب کمیټې خدمتونه له شکه پرته افغانستان کې اغیزمن دي او دې سازمان ته اړتیا ده چې نوره مرسته ترلاسه کړي، ځکه چې افغانستان اوس مهال د صحي خدماتو په وړاندې کولو کې په بحران کې دی.”

پر دې سربېره، سره صلیب په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په هېواد کې ۱۵۵ پیغامونه د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي او د ماینونو د خطرونو په تړاو یې د عامه پوهاوي فعالیتونه ترسره کړي دي.

افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو سره مخ دی، چې بشري وضعیت یې تر سخت اغېز لاندې راوستی. په دې لړ کې ، خیریه بنسټونو هڅه کړې، څو اړمنو ته مرستې برابرې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا