په ۱۰ میاشتو کې؛ افغانستان ته د پاکستاني په صادراتو کې ۹۲ سلنې زیاتوالی راغلي
دید خبرې آژانس: د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۹۲ سلنه زیات شوي دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/17542646_985-1024x576.jpg)
په همدې موده کې له افغانستانه د پاکستان وارداتو هم ۱۲۵.۸۵سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ دوه میلیارده او ۶۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: “د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان په ۱۴۰۳ هجري کال کې په ټوله کې دوه میلیارد او ۶۵ میلیون ډالره سوداګري تبادله کړې چې له دې منځه ۶۵۵ میلیون ډالر صادرات او یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالر واردات دي.”
د ډبرو سکاره، پیاز، پنبه، بانجان او انار د افغانستان له هغو مهمو صادراتي توکو دي چې پاکستان ته صادرېږي.
په داسې حال کې چې صنعتي او مصرفي محصولات لکه وریجې، درمل، سمنټ، بوره، د کتان محصولات او تازه میوې له پاکستانه افغانستان ته واردیږي.