اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

په هرات کې د پستې صادرات ۲۱ سلنه زیات شوي

دید خبرې آژانس: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادې خونې اجرائیوي امر محمد یوسف امین ویلي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د امین په وینا، د هرات د نهو میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلي، چې پکې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدني توکي او قیمتي ډبرې شاملې دي.

په ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیر احمد بهادري ویلي، چې په دې ولایت کې ۱۲ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه د پستې تر کرکېلې لاندې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال ۶۰۰ هکتاره د پستې بڼونه په هرات کې شته او د پراختیا په حال کې دي.

بلخوا د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د روان کال لپاره د پستې، بادامو او غوزانو بڼونو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا، د دې پروژې موخه د اقلیمي کډوالۍ مخنیوی او خلکو ته د کاري زمینو برابرول دي.

شیخ اسلام جار زیاته کړې، چې سیمه‌ییزه اداره به په کشک رباط سنګي، کشک کهنه، شینډنډ، ادرسکن او نورو غرنیو سیمو کې د پستې نیالګي کېنوي.

د یادونې وړ ده، چې د للمي پستې ځنګلونه یوازې په کشک کهنه او رباط سنګي کې شته، خو په نورو سیمو کې د پستې کرکیله اوبه لرونکي بڼونو ته اړول شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا