دید خبرې آژانس: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ پر حماس غورځنګ غږ کړی چې د شنبې تر ماښام پورې دې اسراييل بندیان خوشې کړي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/image_6.png)
ټرمپ زیاته کړې چې که حماس دا کار و نه کړي هغه به د اسراييل او حماس ترمنځ د غزېاوربند د لغوې وړاندیز وکړي.
هغه حماس غورځنګ ته د “جهنم دروازې د پرانیستل کېدو” ګواښ وروسته له هغې وکړ چې تېره ورځ حماس د هغو اسراييلي بندیانو د خوشې کولو لړۍ وځنډوله چې په پام کې ده راتلونکې شنبه خوشې شي.
ټرمپ وویل: “د زه چې څه فکر کوم، که چېرې ټول بندیان د شنبې تر ۱۲ بجو پورې بیرته را نهګرځول شي، زه فکر کوم چې دا مناسب وخت دی. زه به ووایم، دا لغوه کړئ او ټول شرطونه لغوه شي، او پریږدئ چې جهنم دروازې پرانیستل شي. زه وایم هغوی باید د شنبې تر ۱۲ بجو پورې بیرته راګرځول شي.”
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي دغه خبره چې د غزې اوسېدونکو ته په اردن کې ځای ورکړ شي، یې د اردن له پاچا سره په کتنه کې هم یاده کړې ده.
حماس تېره ورځ د اسراييلي بندیانو د ورکړې د نېټې ځنډولو اعلان وکړ.
حماس ویلي، دغه لړۍ یې ځکه ځنډولې چې اسراييل په غزه کې د اوربند هوکړه نقض کړې ده.