اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې وشوې
دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، نن په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر “گزیز اکباسوف” سره کتلي دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/20250210_203939_0000-720x470-1.png)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛په دې کتنه کې دواړو لوریو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړېدو، د دواړو هېوادو د سوداګرو ترمنځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان سفارت لهخوا افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کېدو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.