اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

بلخ کې د ایران سرکونسل: له افغانستان سره تعامل زمونږ له لومړیتوبونو دی

دید خبرې آژانس: په بلخ کې د ایران سرکونسل وايي په سیمه کې د عادلانه سولې او تلپاتې ثبات ټینګښت د ایران یو اصلي مسوولیت دی.

حمید رضا احمدي په مزارشریف ښار کې د ایران انقلاب بریا په مناسبت خبري ناستې ته د خبرو پرمهال زیاتوي چې ایران د افغانستان د خلکو ژوند ښه والی لپاره د حد اکثر تعامل تګلاره غوره کړې ده.

ښاغلي احمدي و ویل: «د اسلامي جمهوریت ایران په ټوله سیمه کې د عادلانه او پایېدونکې سولې او ټيکاو رامنځته کول خپل اصلي مسئولیت ګڼي. یووالی، د جوړجاړي تعامل، سیمه‌ییزه توب او د ګاونډیو سره اړیکو ته پاملرنه، زموږ د بهرنیو چارو له مهمو لومړیتوبونو دي.»

نوموړی د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ زیات مشترکات شته دی او د هېواد بهرنیو اړیکو کې یې افغانستان ځانګړی اهمیت لري او د ایران مشرتابه په لارښوونه له افغانستان سره د حد اکثر تعامل تګلاره یې غوره کړې ده.

په مزارشریف کې د ایران سرکونسل زیاتوي: «ایران د مقام معظم رهبري لارښوونو پر بنسټ، د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره د زیات تعامل پالیسۍ غوره کړې ده. په تیرو درې نیمو کلونو کې، ایران د افغانستان په اقتصاد کې د مرستو لپاره تر ټولو زیات فعالیت کړی او د دې غوره بیلګه د ایران کې د شپږ میلیون څخه زیات افغان کډوال دي چې د ایرانیانو سره ورته ګټې لري.»

په مزارشریف کې د ایران کونسل دغه راز زیاتوي افغانانو ته د ویزو صادرول مناسبه تګلاره ده او په خبره یې په ناقانونه بڼه ایران ته تلل دواړه هېوادونه له ستونزو سره مخ کوي.

هغه وايي: «موږ هره ورځ شاوخوا زر ویزې افغانانو ته ورکوي او په دې برخه کې هیڅ محدودیت نه لرو. دا پالیسۍ په تېرو یو کال کې بې بدله پاتې شوې ده. له رسنیو څخه غواړم چې خبر ورکړي چې د ایران قانوني ننوتل درناوی کیږي، خو غیرقانوني ننوتل خپل ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري.»

د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۲ مه امام خمینی(ره) په مشرۍ د رضا شاه پهلوي رژیم سقوط سره په ایران کې د اسلامي حکومت رامنځته شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا