سږ کال د هېواد په کچه ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې
دید خبرې آژانس: د ا.ا د احصايې او مالوماتو ملي ادارې سږ کال په هېواد کې د ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبې د تولید کېدو خبر ورکړی دی.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/پنبه.jpg)
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د دې سروې ارقام ښيي، چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پنبه په هلمند ولایت کې ۸۰ زره مټریک ټنه، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څه باندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننګرهار ولایت کې څه باندې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر په کې شاملېږي، په ۱۴۰۳کال کې په لومړي ځل د پنبې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پنبه کرل شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې پنبه د هېواد له مهمو صادراتې اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یواځې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.