اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

بیکدلي له مخدره مواد سره د مبارزې برخه کې افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار وکړه

دید خبرې آژانس: په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي، د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بریا شپږ څلوېښتمه کلیزه ولمانځله.

ښاغلي بیکدلي په دغه پروګرام کې ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې په چوکاټ کې هڅه کوي، چې له نورو هېوادونو سره، د افغانستان د همکارۍ زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، چې ایران د ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د ایران د سفارت سرپرست په دې اړه وویل: «د دوحې له درېیمې غونډې وروسته اوس، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کاري ډله جوړه شوې، د ایران اسلامي جمهوري به هڅه وکړي، چې په دې چوکاټ کې، د سیمې د نورو هېوادونو په همکارۍ، له دغې ټولنیزې او سیمه‌ییزې ننګونې سره د مقابلې لپاره لازم میکانیزمونه برابر کړي.»

ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال هم په دې غونډه کې د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو اړیکې مثبتې بولي او زیاتوي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په اقتصادي او قضايي برخو کې ښه همغږۍ رامنځته شوې دي.

ډاکټر محمد نعیم وايي، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره، ښې اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په دې اړه څرګندوي: «اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره، د اړیکو پراخولو ته لېواله دی او په سیاسي، کلتوري، امنیتي او اقتصادي برخو کې د دغو اړیکو پر دوام او پراختیا ټینګار لري.»

سره له دې چې ایران په تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې؛ خو سرحدي شخړو، له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو مسئله، او د حق‌ابې موضوع هغه مهمې ننګونې دي، چې کله ناکله یې د کابل او تهران ترمنځ کړکېچونه رامنځته کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا