دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د وتلو موضوع ته په نغوتې سره خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پرېښودل یوه غیرعاقلانه پرېکړه وه، چې مېلیاردونه ډالر لګښت یې درلود.

د امریکا ولسمشر چې د جاپان له لومړي وزیر سره یې ګډه خبري غونډه کې وینا کوله، زیاته کړې چې دغه پوځي تجهیزات له کوم موجه دلیل پرته پاتې دي او دا د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه ده.
ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دغه وزارت به ډېر ژر له افغانستانه د امریکا ځواکونو د ګډوډ وتلو بهیر وڅېړي، څو څرګنده شي چې په دغه بهیر کې کومې تېروتنې شوې او ولې تر اوسه څوک په دې تړاو څوک ځواب ویونکي نه وو.
نوموړي د پنټاګون له کارکوونکو سره په کتنه کې زیاته کړې چې د دې ارزونې موخه غچ اخیستنه نه ده، بلکې باید تېرې تېروتنې په ګوته شي او د تکرار مخنیوی یې وشي.
د امریکا دفاع وزیر پيټ هګست ویلي:«موږ غواړو شاته ستانه شو او هغه څه وڅېړو چې په افغانستان کې پېښ شول او ښکېل کسان ځواب ویونکي وګرځوو. دا د غچ اخیستنې لپاره نه؛ بلکې د دې لپاره چې پوه شو کومه تېروتنه شوې او ولې څوک په دې تړاو ځواب ویونکي نهوو. دا ډول موارد د ځواب ویلو د اهمیت بېلګې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سيبياېس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت د جګړې د فصل په پای ته رسولو سره. هوډ لري چې له امریکا سره د اړیکو نوی څپرکی پرانېزي. نوموړي دغهراز ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزات په افغان حکومت پورې اړوند دي او د هېواد په واک کې به وي.