اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

بیکدلي: نوی کال به له کابل سره د اړیکو په پیاوړتیا کې بریالی کال وي

دید خبرې آژانس: په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي ‌رضا بیکدلي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران د ګاونډیتوب د تګلارې له مخې، هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.

د ایران د سفارت سرپرست دغه راز وایي، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دوی له لومړیتوبونو ده او د شمېرو له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستان سره د څه باندې ۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

ښاغلی بیکدلي زیاتوي، چې هېواد یې په سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اسانتیاوو د برابرېدو لپاره ښه ګامونه اخيستي دي.

په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست همدارنګه وايي:«له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوري د اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو د هوډ او ارادې سربېره، د ګاونډیتوب په چوکاټ کې، راتلونکی کال به ان‌شاالله د اړیکو به پیاوړتیا او په متقابلو ګټو کې به یو بریالی کال وي.»  

کابل کې د ایران دغه ډیپلوماټ د خپلې وینا په بله برخه کې، د افغانستان او ایران ترمنځ د حق‌ابې موضوع ته هم په نغوتې سره ویلي، چې دا مسئله د دواړو لورو ترمنځ په وروستیو خبرو کې حل شوې ده.

علي رضا بيکدلي په دې هکله څرګندوي:«د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر په لړ کې، معاهدې ته خپله ژمنتیا ښودلې او اعلان کړې ده چې، په سیستان او بلوچستان کې د اوبو ستونزو د حل په تړاو له اسلامي او د ورورګلوۍ پلوه همکاري کوي.»

 د ایران د سفارت سرپرست دغه‌راز وایي، چې ایران په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکېلې او قاچاق د منع کېدو ستاینه کوي  او چمتو دی چې د مخدره توکو او ترهګرۍ د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست وویل:«له ترهګرۍ او افراط‌‌‌‌‌ پالنې سره مبارزه زموږ د همکارۍ مهمې زمینې دي، چې نغوته مې وکړه. دم‌ګړۍ موږ دوه هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري کوو.»

له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو په تړاو د ایران د سفارت سرپرست دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له افغانستانه د ایران د حق‌ابې مسئلې او له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو کله ناکله د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا