بلخي: غواړو له امریکا سره نوی فصل پرانیزو
دید خبرې آژانس:د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې سرپرست حکومت د جګړې د څپرکي له تړل کېدو سره هوډ لري، چې له امریکا سره نوې اړیکې پيل کړي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/vlcsnap-2025-02-05-19h20m49s703.png)
ښاغلي بلخي له سيبياېس نیوز سره په مرکه کې همدارنګه زیاته کړې، چې له امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات د افغانستان په دولت پورې تړاو لري او د دغه هېواد په واک کې به وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:«دا شتمنۍ د افغان حکومت پورې اړوندې دي او همدارنګه د افغان حکومت په واک کې به وي. هېوادونه پر خپلو ملي شتمنيو معامله نهکوي؛ بلکې د خبرو اترو او تعامل له لارې د ګډو ګټو لپاره زمینې پلټي. موږ غواړو د جګړې څپرکی وتړو او يو نوی فصل پرانيزو.»
تر دې مخکې، ډانلډ ټرمپ د بایډن پر دولت له نیوکې سره ویلي و، چې په افغانستان کې یې د امریکا مېلیاردونه ډالره پوځي تجهیزات پرېښي او د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې وه.
که څه هم سرپرست حکومت له امریکا سره د اړیکو د نوي فصل پیلولو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو د افغانستان په اړه د ټرمپ د دولت تګلار لا تر اوسه ناڅرګنده ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند هم د امریکا لپاره د بګرام د هوايي اډې د اهمیت په اړه د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو داسې هیڅ هوکړه نشته چې له مخې یې د بګرام اډه چین یا امریکا ته ورکړل شي.