اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ
د غزې د خلکو د بې ځايه کولو اړوند د ترامپ د څرګندونو په اړه د ا.ا اعلامیه
دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د امريکا د ولسمشر هغه څرګندونې، چې د فلسطينيانو د بې ځايه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوي، د نړيوالو قوانينو ښکاره نقض ګڼي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/FM-720x470-1.png)
غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.
اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهيونيستي رژيم د شومو موخو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زياتوالي لامل هم ګرځي.
له همدې امله اسلامي امارت د نړۍ له با اثر هېوادونو او د عدالت له پلویانو غواړي، چې د دې ډول توطئو په وړاندې يو واحد عملي او پر وخت دريځ ونيسي.