دید خبرې آژانس: له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د پېښو د مدیریت د ۵ کلن ستراتیژيک پلان مخ کتنه وکړه.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې سرپرست وویل چې دغه پلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د تابیاوو د نیولو، له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي، له پېښو وروسته د مرستې رسونې، د ماین پاکۍ د عملیاتو او د طبیعي پېښو له امله د ورانو شویو سیمو د بیارغونې لپاره جوړ شوی دی.
ښاغلي ترابي په دغه پروګرام کې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو وغوښتل چې د دې پلان په پلي کولو کې همکاري وکړي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې سرپرست، نورالدین ترابي و ویل: په دې سټراټيژیک پلان کې پنځه شیان موږ ځای پر ځای کړي دي چې هغه د پېښو د ادارې دنده هم ده. موږ په دغه سټراټيژۍ کې ځای پر ځای کړي چې د پېښو ادارې لپاره مهم دي.
نورالدین ترابي د خپلو خبرو په یوه برخه ک زیاته کړه، چې تر دې مهاله یې له بېلابېلو ادارو سره د سل میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړی، خو په خبره یې، دغه مرستې کافي نه دي او باید نورې مرستې وشي.
ښاغلي ترابي زیاته کړه: موسسات ډېره همکاري کوي ډيرې مرستې کوي. چې په تېره څه موده کې موږ له ۱۰۰ میلیون ډالرو زیاتې هوکړې لاسلیک کړې دي. موږ نه وایو چې مرستې نه کیږي خو تر دې هم باید زیات وشي.
د دغه پرورګرام ځينې ګډونوال وایي چې دا پنځه کلن سټراټیژیک پلان د طبیعي افتونو د کمولو او مخنیوي لپاره یو مهم سند دی.
د (CWSA) موسسې استازی، عبدالرحمن هاشمي په دې اړه وايي: د دې پلان عملي کول موږ ته دا فرصت راکوي چې د طبیعي پېښو له امله د خلکو ژوند، شتمنیو او ټولنیزو خدمتونو ته د زیان مخنیوی وشي. او ټولو ټولنو ته د لا پیاوړتیا په موخه اساسي ګامونه واخیستل شي.
د طبیعي پېښو پر وړندې د چمتووالي د ملي ادارې د مسوولانو په وینا، دغه پلان به له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۹ پورې په هېواد کې پلی شي.