اسلایدشونړۍ

د غزې د پرمختګ پلمه؛ ټرمپ د فلسطینۍ خاورې د ښکېلاک په تکل

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وايي، غزه به د فلسطېنیانو له وتلو وروسته ونیسي او پرمختګ به ورکړي.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي،  وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د دغه غیر متوقع پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې غزه به بیا اقتصادي وده وکړي.

د ټرمپ دغه اعلان به د فلسطېنیانو په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو غبرګونونه را و پاروي.

په دې لړ کې د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې یوځل بیا د یوه جلا حکومت په توګه د فلسطېن هېواد په رسمیت پېژندنې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه دریځ یې نه بدلېدونکی دی.

اخوا تر دې مخکې هم څو عرب هېوادونو او حماس غورځنګ د ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې وه چې ګواکې فلسطېنیان دې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا