دید خبرې آژانس: د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي چې روان کال کې د دغه وزارت ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي نن په پلازمېنه کابل کې له حرفوي زده کړو څخه د لسګونه کسانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه د دغه له ښوونیزو مرکزونو شاوخوا ۳۵ زره ځوانان له حرفوي زده کړو څخه فارغ شوي دي.
هغه همدارنګه وویل چې په یاده موده کې یواځې په پلازمېنه کابل کې تر ۵ زرو کسان، چې په نشه يي توکو روږدي وو تر درملنې وروسته د دغه وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي احمدزي ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره په هېواد کې د بې کارۍ کچې کمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې نن په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښوونیز مرکز څخه د یونسکو جاپان موسسې په مالي ملاتړ ۱۵۵ ځوانان چې د ودانۍ برېښنا، یخچال او ایرکنډېشن، برېښنايي وسایطو د ترمیم او خیاطۍ څانګو په برخه کې یې ۶ میاشتې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې وي، فارغ او د تصدیق پاڼو ترڅنګ ورته د کار ځینې وسایل هم ووېشل شول.