اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نوری د کابل له والي او قومي مشرانو سره وکتل

دید خبرې آژانس: د ا.ا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نور اللّٰه نوري په خپل کاري دفتر کې د کابل د والي ملا امين اللّٰه عبيد په مشرۍ د دغه ولايت د ۷ ولسواليو او کابل ښار د بېلابېلو ناحيو له قومي مشرانو سره کتلي دي.

د کابل ولايت مقام له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو قومي مشرانو په دغه کتنه کې له اسلامي امارت څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړی او په خپلو سيمو کې له خلکو سره د مسوولينو او مجاهدينو د ښه چلند ستاينه کړې ده.

دوی همدارنګه خپلې غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست سره شريکې کړې دي.

د کابل والي هم دغه کتنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه کړې، چې د قومي مشرانو ستونزې او وړاندیزونه تر لوړپوړو چارواکو رسوي.

هغه همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د کابل ولايت ولسونو د ستونزو د حل په موخه په ټول توان هڅې کوي او په دې برخه کې ټولو اړوندو ځايي مسوولینو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.

په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نور اللّٰه نوري په دغه کتنه کې ويلي چې د اسلامي امارت په حاکمیت کې د دې ولس ځوانانو، ديني عالمانو او مشرانو قربانۍ ورکړې او اوسنی شرعي نظام د دې خلکو د ديانت، غيرت، ميړانې او جهاد برکت دی.

نوري د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ويلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هېواد وي.

نوموړي د کابل قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د پلازمېنې کابل ښار د ټولو مرکزي ناحیو ترڅنګ د دغه ولايت د قره باغ، شکردرې، ګل درې، استالف، کلکان، میربچه کوټ او فرزې ولسوالیو څخه قومي مشرانو برخه اخيستې وه او په ځانګړي ډول يې ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې د اسلامي امارت د لا ډیرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا