د ا.ا د چارواکو پر سفر باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري معافیت
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د سفر د معافیت له غځولو خبر ورکړی دی.
په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه معافیت د ۱۹۸۸ پرېکړهلیک پر بنسټ صادر شوی چې، د جنورۍ میاشتې له ۲۳ نېټې د فبرورۍ تر ۳ نېټې یې اعتبار درلود. د ښاغلي حقاني د سفر د دغه معافیت موخه په سعودي عربستان کې د عمرې حج د مناسکو ترسراوی بلل شوی دی.
په دغې بیانیه کې همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ۱۱ ورځني معافیت او د ارشاد حج او اوقافو وزارت د درې ورځني معافیت یادونه هم شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې لیکلي:«د ۲۰۲۵زېږیز کال د جنورۍ پر۲۲مه د امنیت شورا کمېټې د ۱۹۸۸پرېکړهلیک له مخې، د سراجالدین حقاني د سفر د بندیز معافیت سعودي عربستان ته د نوموړي د سفر په تړاو د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جنورۍ له ۲۳مې د فبرورۍ تر ۳مې پورې تصویب کړ. د دغه معافیت موخه د عمرې ادا کول دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رییس د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۱مه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس سره د سیمهییز ثبات او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې تر دې وړاندې د روان لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸مه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د کونیو چارو وزارت سرپرست، د استخباراتو عمومي رییس او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ته د سفر معافیت ورکړی و.