د قوش تېپې کانال له شاوخوا ځمکو څخه د معقولې ګټې اخیستنې غونډه ترسره شوه
دید خبرې آژانس: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو څخه د معقولې ګټې اخیستنې په موخه د غونډې ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې غونډه د دغه وزات د کرنې او مالدارۍ د معین مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د وزارت د رئیسانو او د مالیې، انرژۍ او اوبو، د کور او ښارجوړونې وزارتونو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
عثماني په دغه غونډه کې د قوش تېپې د شاوخوا ځمکو طرحه یوه پراخ بنسټه او د ملت په ګټه طرحه بللې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو د قوش تېپې شواخوا ځمکې پر ارزښت، د دغو ځمکو د ساتنې، د خاورې اصلاح، د خاورې ډولونو پېژندنې او د سیمې اقلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې یاده پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت او کارولو په موخه طرحه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې ګډونوالو په یوه خوله ویلي، چې دا طرحه کولی شي د کرنې د پیاوړتیا او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.