د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۰۰ زره ټنه انتقالات شوي
دید خبرې آژانس: ټولګټو وزارت وايي چې د روان کال په مرغومي میاشتې کې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸ زره ۸۷۶ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۲ زره ۳۲۷ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۷ زره ۴۵ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۵۶۴ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره ۹۴۰ ټنه چې ټولټال ۴۰۷ زره ۱۷۸ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۱۶۹۸ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو، وریجې او د انارو جوس دي، صادر شوي دي.
ټولګټو وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال د لېندۍ په میاشت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې ۷۷۷ ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.