اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه
بدري په نیمروز کې له بېلابېلو کانونو څخه لیدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم له کانونو څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري د دې لیدنې پرمهال، د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کانونو د سروې په موخه د انجنیري ټیم ته د دغو کانونو د څېړنې سپارښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدا رنګه، د هلمند او نیمروز ترمنځ د خانیشن یورانیمو له کاني سیمو او دېشو ولسوالۍ له بېلابېلو کاني سیمو څخه هم لیدنه کړې او د یادو کانونو د سروې په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې کړې دي.