کابل ښاروالۍ درې میلیارده ۱۶۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
دید خبرې آژانس: د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې دغه ادارې په تېرو پنځو میاشتو کې، درې میلیارده ۱۶۸ میلیونه ۲۸۳زره ۴۸۹ افغانۍ عواید راټول کړي چې د ښاري خدمتونو د ښه والي او ودې په برخه کې لګول کېږي.
د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رئیس انجنیر محمد قاسم افغان، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ادارې له خپلې بودجې څخه په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو لپاره د ۶.۴ میلیارده افغانیو په لګښت، ۱۶۵ پراختیايي پروژې پلان کړې چې له دې جملې ۱۰۷ یې د سړکونو، کانالونو او هوايي پلونو جوړول دي.
افغان زیاته کړه چې د یادو پروژو له جملې څخه ۱۸ پروژې بشپړې شوې، ۸۲ یې تر کار لاندې او ۲۱ نور یې په تدارکاتي حالت کې دي.
همدا رنګه، د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي، وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو میاشتو کې د ۵۴ زره ۱۷۷ متره په اوږدوالي عمومي او فرعي سړکونه اسفالټ، کانکرېټ او په تیږو فرش کړي او ۴۳ زره ۴۰۰ متره مربع نور سړکونه یې ترمیم کړي دي.
بارکزي زیاته کړه چې په همدې موده کې د کابل ښار د پاکوالي او سمسورتيا لپاره ۲۳۱۶ متره کانالونه او ویالې پاکې شوې، ۱۰۰ زره ونو او نیالګیو ته د افاتو ضد دوا وهل شوې او ۵۶ زره متره مربع پارکونه رغول شوي دي.
د هغه په وینا، د کابل ښار په ۲۲ ګونو ناحیو کې د ساختماني سرغړونو د مخنیوي په موخه، له ۱۲۴۱ ودانیو څخه څارنه شوې ده چې په پایله کې یې د ۳۴ خپل سره ودانیو د جوړولو مخنیوي شوی او د ۷۷ نورو ودانیو چارې درول شوې دي. دغه راز د کابل ښاروالۍ له لوري، د جایدادونو د استملاک په برخه کې، ۱.۶ میلیارډه افغانۍ د جایدادونو مالکانو ته ورکړل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د هوا ککړتیا د راکمولو په موخه د ۲۳۶۷ لوړپوړیزو ودانیو او حمامونو د تسخین سیسټم د څارنې په پایله کې، د ۷۶۷ هغو لوړ پوړیزو ودانیو او حمامونو د تسخین سیسټم بند شوی چې فلټرونه یې نه وو لګولي او په ۵۶۸ بلند منزلونو او حمامونو کې د فلټرونو په لګولو سره، د تسخین سیسټم بېرته فعال شوی دی.
ورته مهال، د کابل ښار په بازارونو کې د توکو د کیفیت د څارنې پر مهال، په تېرو پنځو میاشتو کې ۷۸ زره کیلوګرامه تاریختېر خوراکي او د وینځلو توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
هېره دې نه وي چې د کابل ښاروالۍ د راتلونکي ۱۴۰۴مالي کال په پراختیايي پلان کې، ۲۵۸ بېلابېلې پروژې په پام کې نیول شوې دي چې د هغو له جملې څخه د روان مالي کال د ۷۸ سړکونو پروژې پلي کول او دغه راز د ۶۸ نوي سړکونو جوړول شامل دي.