اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملا برادر د کندهار شوراندام سمنټو فابریکې څخه لیدنه وکړه

دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کندهار شوراندام سمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر اخوند د یادې فابریکې پر ترسره شویو کارونو خوښي څرګنده کړې او اړوندو مسئولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

د کندهار شوراندام سمنټو فابریکې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوې چې اوس یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او شاوخوا اته میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دغې فابریکې په لومړي پړاو کې به د سمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. دغه راز په جوړېدو سره به یې د سمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي او ورسره به شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت څه موده وړاندې هم د یتیم تاق او د لوګر سمنټو فابریکو د جوړولو قراردادونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا