اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونه

په ننګرهار کې ۸۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې

دید خبرې آژانس: د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې له غصب څخه د ۸۰۰ جریبه ځمکې د خلاصون خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس او په دغه ولایتکې د غصب څخه د مخنیوي تخنیکي کمېټې مشر مولوي محمد ولي محسن باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د عدلیې رییس، د امنیې قومندانۍ مرستیال او د سره رود ولسوالۍ نظامي مسوولینو په ګډه د سره رود ولسوالۍ په کاریز کړوم سیمه کې ۸۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاده غصب شوې ځمکه جوړې شوې ودانۍ نړول شوي او اړوند تاسیسات د سره رود ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ مسوولینو ته سپارل شوي دي.

هغه ویلي، چې په امارتي ملکیتونو کې خپلسري کړنې د منلو وړ نه دي او د سرغړوونکو پر وړاندې به قانوني چلند وشي.

د یادې کمېټې مسوولینو له خلکو غوښتنه کړې، چې د غاصبینو د نیولو او د غصب د مخنیوي په برخه کې له تخنیکي پلاوي سره پوره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا