اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نوري: غرب په افغانستان کې له شرمه ډکه ماتې خوړلې

دید خبرې آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري نن د کابل له ولسونو سره د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د یوالي او انسجام تر سرلیک لاندې ستره ولسي غونډه ترسره شوه.

د یاد وزارت سرپرست ملانور اللّٰه نوري په یاده غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت د سياست اساس د اسلامي شريعت اصول دي او د همدې اصولو په رڼا کې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره پرمخ ځي.

هغه زیاته کړه، غرب په افغانستان کې له شرمه ډکه ماتې خوړلې او دا نه شي زغملی، چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي.

نوري همدارنګه وویل چې په افغانستان کې له کلونو وروسته د اسلامي شريعت په رڼا کې د يوه بيرغ تر سيوري لاندې يو قوي مرکزي نظام حاکم دی او نور دلته ګوند او ګوندبازۍ ته اړتیا نشته.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې افغانستان د امپراتوريو هديره ده او نړۍ ته دا جوته شوې، چې افغانان نه تسلیمېدونکی ولس او د افغانستان خاوره نه اشغالېدونکې ده.

په ورته وخت کې د کابل والي ملا آمين اللّٰه عبيد په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د دښمنانو له لوري د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو او افغانستان د تجزیې پلان شنډ کړ.

هغه زیاته کړه، چې ولس ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او پراختايي پروژو د پلې کولو په موخه هڅې کوي او په همدې موخه یواځې د کابل ښاروالۍ له لوري سږ کال د ۶.۴ مليارده افغانيو په ارزښت پروژې تر کار لاندې نيولې، چې يو شمېر يې بشپړې شوې او ځينې يې د بشپړېدو په حال کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا