د کاناډا بهرنیو چارو وزارت د قطر د منځګړیتوب ستاینه وکړه
دید خبرې آژانس: سهیل شاهین د ډېوېډ لاوري د ازادېدو له پخلي سره وايي چې، د کاناډا دغه پخوانی سرتېری چې، د ځینو سرغړونو له امله په هېواد کې نیول شوی و، د اسلامي امارت د مثبتې تګلارې او د مسایلو د سولهییز حل پر بنسټ، د قطر په منځګړیتوب خوشې شوی دی.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین په دې هکله وویل:«ډېویډ لاوري چې، د قانوني سرغړونو له امله نیول شوی و، د دوست هېواد قطر د منځګړیتوب او د اسلامي امارت د مثبت تعامل پر بنسټ خوشې شوی دی.»
بل خوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې، ډېوېډ لاوري د قطر په منځګړیتوب د افغانستان له زندانه خوشې شوی او قطر ته رسېدلی دی.
ملاني جولي د دې قضیې په حل کې د قطري چارواکو له منځګړیتوبه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې، لاوري اوس په ښه وضعیت کې دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره زیاتوي:«ما همدا اوس له افغانستانه قطر ته ډېوېډ لاوري له خوندي رسېدو وروسته، له هغه سره خبرې وکړې. د هغه روحي وضعیت ښه دی. زه له خپل قطري سیاله مننه کوم چې، زموږ د کاناډايي وګړي د خوشې کولو په برخه کې یې مرسته وکړه.»
د راپورونو له مخې، ډېوېډ لاوري شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په نومبر په میاشت کې په افغانستان کې نیول شوی و.