Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورسیاسيسیمه

عراقچي: له ا.ا سره ايران د اړيکو نوی فصل پرانیزي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې خپل ايراني سيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې کابل ته یې سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لازیات تحرک رامنځته کړي او دوې اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شي.
ښاغلي متقي همداراز ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګڼو مشترکاتو او خصوصاً ګډو ګټو ته په پام باید د ډیپلوماتیکو اړیکو سطحه لوړه شي.

Img 20250126 Wa0018


همداراز د بهرنیو چارو وزیر له فتحې وروسته د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړېدو په تړاو خپل ایراني سیال ته وویل چې افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د ډاډمن امنیت څښتن شوی او دا د ټولې سیمې په ګټه ده.
هغه همدارنګه غوښتنه وکړه، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ښه والي ته پاملرنه وشي او زیاته یې کړه، چې د کډوالو باعزته راستنېدل د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي، مګر دا چې دا لړۍ وخت ته اړتيا لري او د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هیله کېږي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو وویل، چې د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ
قرباني دی.
هغه وويل: (موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو او کوښښ کوو، چې دواړو طرفونو ته او به ورسېږي، دا موضوع نور هېڅ ډول خنډونه نه لري فقط د اورښتونو له زیاتوالي سره تړاو لري).
په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل چې امنیت او ثبات په افغانستان کې په حقيقت کې په ايران کې د ثبات په معنا ده او د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درې نيمو کلونو کې ښه پرمختګونه کړي دي.

Img 20250126 Wa0017


ښاغلي عراقچي زياته کړه، چې کابل ته يې سفر د‌ دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي مسير د پيل په معنا ده او دوې اړخيزې اړيکې نوي څپرکي ته داخلوي.
هغه همدارنګه د نشه يي توکو پرخلاف د افغان حکومت مبارزه ګټوره وبلله او وړانديز يې وکړ، چې د‌ دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه د يادو توکو پرخلاف د مبارزې په برخه کې يو بل سره تجربې شريکې کړي.
همداراز د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د اوبو مسئله يوه انساني موضوع ده او ټينګار يې وکړ چې اوبه بايد د همکارۍ پر موضوع بدله شي او دواړه لوري په دې اړه تخنيکي همکارۍ ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button