Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسيکډوالي
امریکا ته د اېس آی وي ویزو لرونکو سفرونه هم ځنډېدلي دي
دید خبرې آژانس: رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې، واشنګټن د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو (اېس آی وي) لرونکو افغانانو سفرونه هم ځنډولي دي.

ډېری دغه کسان په افغانستان او نور یې په پاکستان، قطر او البانیا کې خپلو سفرونو ته په تمه دي.
د دغو افغانانو سفرونه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د ۹۰ ورځو لپاره دغه هېواد پر بهرنیو مرستو تر بندیزو وروسته ځنډېدلي دي.
راپور کې راغلي چې، د اېس آی وي لپاره د منلو شویو افغانانو شمېره له ۴۰ زرو لوړه ده.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د کډوالۍ تګلارې به سختې کړي.
خو امریکا ته د افغانانو د لېږد یو مرستندویه بنسټ دغه پرېکړه ناسمه بللې او ټینګار یې کړی و چې، د اېس آی وي غوښتونکي باید له دغې پرېکړې مستثنا وي.