اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د څلورم فاز چارې ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي

دید خبرې آژانس: سیمه‌ییز مسوولین وايي، د هرات – خواف د وسپنې پټلۍ د څلورم فاز جوړولو چارې څه د پاسه ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د دوی په خبره، د دغه فاز چارې چې ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري، تر پنځو میاشتو به بشپړې شي.

د دغې پروژې انجینر، حضرت قلي انتقامي و ویل: «لاندې کارونه بشپړ شوي او د پورتنۍ برخې کارونه په ورځني ډول له ۳۰۰ تر ۳۵۰ مترو مخته ځي. د اړتیا وړ توکي له ایرانه راوړل شوي او دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.»

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي و ویل: «اسلامي امارت ژمن دی چې، د دې پروژې کارونه تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ کړي.»

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د هرات صنعتي ښارګوټی له نړۍ سره نښلوي.

د وسپنې دا پټلۍ له بېلابېلو هېوادونو د خامو توکو وارداتو او د هرات تولیدي توکو صادراتو په برخه کې ارزښتناک رول لري.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم و ویل: «هیله من یو چې د خپلو کارخونو خام توکي د ایران او ترکمنستان له لارې وارد کړو او خپل صادراتي محصولات له دې ریل پټلۍ د نړۍ ګوټ ګوټ ته و لېږدوو.»

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې په ایران او یوه برخه یې افغانستان کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د دغې پټلۍ څلورمه برخه په دوو کوچنیو برخو وېشل شوې چې، د لومړۍ برخې چارې یې له اتیا سلنې زیاتې پرمخ تللې دي. د دې پټلۍ وروستۍ برخه د هرات صنعتي ښارګوټي ته رسیږي چې، د جوړولو چارې یې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې او پام کې ده چې تر راتلونکو اتلس میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button