د ریلي – اقتصادي دهلیز تړون د څلور هېوادونو ترمنځ وغځېدل
دید خبرې آژانس: د ا.ا دټولګټو وزارت وايي چې، د افغانستان، ازبیکستان، قرغیزستان او چین تر منځ د اقتصادي رېلي دهلیز هوکړه د ۲۰۲۵ کال لپاره هم غځول شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي چې، د دغه وزارت مرستیال ازبیکستان ته د خپل سفر په لړ کې دغه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د ویلو ده چې، دغه ریلي اقتصادي دهلیز له چین، قرغیزستان او ازبیکستانه په تېرېدو، د افغانستان له حیرتان رېل پټلۍ سره وصلېږي.
محمد اشرف حقشناس ویلي:«ازبیکستان ته د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د مرستیال محترم محمد اسحاق صاحبزاده د سفر په لړ کې، د افغانستان، چین، قرغیزستان او ازبیکستان هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره څلور اړخیزه هوکړه غځول شوې ده.»
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د رېل پټلۍ د دغه دهلیزله لارې د افغانستان او چین ترمنځ ۴۲۰۰ کانټینره توکي لېږدول شوي
دا په داسې حال کې ده چې، پرون د ټولګټو وزارت معین په ازبیکستان کې د افغان – ټرانس پروژې د عملي کار د پیلېدو غوښتنه وکړه او د دغه هېواد د ټرانسپورټ له وزیر او نورو چارواکو سره یې په کتنه کې د حیرتان – مزار شریف د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو او صادراتي انتقالاتو د زیاتېدو او د وسپنې پټلیو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې وکړې.