اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د ابونصر فراهي په بندر کې ترمینل جوړیږې
دید خبرې آژانس: د فراه ولایت د ابونصر فراهي په بندر کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بار وړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د فراه ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم رییس مولوي سید احمد ساجد ویلي چې په دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر زر جریبه ځمکه د یوه معیاري ترمینل د جوړولو چارې پيل شوي، چې په ۶ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې ترمینال په جوړېدو سره به سوداګرو او موټرچلونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
په ورته وخت کې، موټرچلوونکي د دغه ترمینال د جوړولو له پيلېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې دا به د دوی لپاره د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.