اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

صاحبزاده د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزير سره کتلی

دید خبرې آژانس: د ا.ا د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ازبکستان په رسمي بلنه ياد هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د سفر په لومړۍ ورځ د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئيس نرزلوف زفرغیاسویچ او د يادې ادارې له مرستیال حکمت اللّٰه رحمتوف او مل پلاوي سره کتلي.

سرچينې زياته کړې، چې په ياده کتنه کې د افغان لورې د ازبکستان له ريلي همکاريو څخه مننه کړې او ورپسې د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې له لارې د سوداګريزو انتقالاتو او صادراتو د زياتوالي او د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د پراختيا په تړاو مفصل بحثونه ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د اوسپنې پټلۍ مرستيال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان د ټرانسپورت له وزير الهام محکموف سره هم کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو د پیلېدو پر څرنګوالي او د همږغۍ پر چټکوالي خبرې اترې کړې.

د يادونې وړ ده، چې ياد سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخيزو سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د دوام او پراختيا په موخه ترسره شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا