اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

عربستان سفير: له ا.ا سره اقتصادي او سياسي اړيکې لا پياوړې کو

دید خبرې آژانس: د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره کتلي دي.

د ياد وزارت وياند سميع اللّٰه ابراهيمي رسنيو ته ويلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اړيکو او همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ په سعودي عربستان کې د ميشتو افغان کاریګرو د ستونزو او ننګونو په هکله هر اړخيزې خبرې شوې دي.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست په دغه کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان له مرستو څخه په مننې سره، په سعودي عربستان کې د ميشتو افغانانو له غوره کوربتوب څخه خوښې څرګنده کړې.

هغه همدارنګه ويلي چې افغانستان د سعودي پانګوالو لپاره مناسب چاپيريال دی، او همداراز د سعودي عربستان سوډاګريز مارکېټ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره غوره بازار دی.

ښاغلي عمري د سعودي عربستان له سفير څخه غوښتنه کړې، چې هغه هېواد ته د افغاني کرنيزو محصولاتو او ميوو په مخامخ صادراتو کې هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د شاهي هېواد سفیر فیصل بن طلق البقمي خپلو خبرو کې د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې تاريخي بللې او ويلي يې دي، چې هېواد يې هوډ لري، څو د افغانستان اسلامي امارت سره يادې اړیکې په اقتصادي، سوداګريزو او سياسي ډګرونو کې لا زياتې پياوړې کړې.

هغه همدارنګه په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو د ستونزو او ننګونو په حل کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د‌يادولو وړ ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست تردې وړاندې هم د قطر، روسیې او يو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره په هغو هېوادونو کې د‌ مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو پر ستونزو او غوښتنو غږېدلی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا