Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

ملا یعقوب د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

دید خبرې آژانس: د ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان اړيکې له عقیدتي او کلتوري اړخه شريکې بللې او د دغه هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې یې د یاد هېواد د همکارۍ له کبله مننه کړې.

مولوي محمد یعقوب مجاهد همدارنګه په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانستل مهم او ارزښتناک بللي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر په دغه کتنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button