اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

چمن کې ستر لاريون وشوه

دید خبرې آژانس: د ډېورنډ فرضي کرښي هاغاړه چمن ښارګوټي کې د جمعېت علمای اسلام زرګونو پلويانو د يوه ستر لاريون پر مهال د پاکستان دولت له لوري د چمن-سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې الزامې کېدو پرېکړه وغندله او دا پرېکړه یې د چمن اوسېدونکو د اقتصاد ځپنې هڅه وبلله.

د اعتراضيه لاريون ګډونوالو د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې نور د پاسپورټ او ویزې پرېکړه ورته په هېڅ ډول د منلو نه ده.

چمن کې د جمعیت علمای اسلام ګوند استازی مولانا محمد یوسف وايي: “د پاسپورټ په نوم د تېرو ۱۵ میاشتو راهيسي د چمن خلکو باندي د روزګان دروازه تړل شوې ده او باب دوستي يې په باب خفګان بدله کړې ده”.

د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی وايي: “موږ د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو، چې د پرلت په ملاتړ ترسره کیږي، زموږ غوښتنه ډېره واضح ده، هغه د چمن-سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ نه منل دي، موږ به په دې برخه کې خپلي مبارزې ته دوام ورکړو”.

بل خوا اسلام اباد کې د افغان کډوالو د حقونو یوه مشره وايي، چې د پاکستان حکومت د چمن-سپين بولدک پر دروازې د پاسپورټ په الزامي کېدو غواړي، چې پښتانه بېل کړي، خو په خبره یې د چمن اوسېدونکي دې په خپلو پراخو اعتراضونو د دغې چارې مخه ونيسي.

اسلام اباد کې د افغان کډوالو د حقونو یوه مشره، فوزيه خانم هم وايي:“د پاکستان حکومت د چمن-سپين بولدک د لاري پاسپورټ کېدو سره غواړي، چې پښتانه سره بېل کړی او ترمنځ يې بېلتون راولي، خو زه د چمن پر ولس ږغ کوم، چې خپل اعتراض نور هم پياوړی او د دغه بد نېت مخه ونيسئ”.

له تېرو پنځلسو مياشتو راهيسې پاکستان د چمن-  سپين بولدک پر دروازه د تېر خلاف د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ الزامي کېدو پرېکړه کړې، چې له امله یې د فرضي کرښي دواړو غاړو ته زرګونه کسان وزګار او کاروبارونه یې له لاسه ورکړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا