اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ
متقې د قطر له شارژدافیر سره کتلي دي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر د سفارت له شارژدافیر دکتور مردف القاشوطي سره کتلي دي.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي متقي تر دې وړاندې عربي متحده اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له ولسمشر سره هم کتلي وو.