اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

لاروف: افغانستان باید هېر نه‌کړای شي

دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې، افغانستان باید هېر نه‌کړای شي.

ښاغلي لاوروف همدارنګه د افغانستان مسئلې ته په نغوتې سره ویلي امریکا غواړي چې، په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې، متحده ایالتونه هڅه کوي په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي او له دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو استفاده کوي.

سرګي لاوروف په دې هکله وویل:«افغانستان باید هېر نه کړو، هغه ځای چې، امریکایان هڅه کوي یو ځل بیا تر یوه بریده په‌کې حضور ولري او د دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو کار اخلي. هغوی د خپلو پوځي تاسیساتو د بېرته وړلو په فکر کې دي.»

په تېرو درېیو کلونو کې د روسیې، چین، ایران، ازبیکستان او ترکیې په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شوې دي؛ خو تر دې مهاله هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا