اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ټرمپ: د امریکا طلايي وخت پیل شو

دید خبرې آژانس: ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره او ورسره سم یې ځینې مهم فرمانونه لاسلیک کړي دي.

ټرمپ په دغو مراسمو کې ویلي، چې د امریکا طلایي وخت پیل شو او ډېر ژر به دغه هېواد د تل په څېر ستر، ځواکمن او ځانګړی شي.

ټرمپ څرګنده کړې، چې د امریکا رسمي سیاست به د نارینه او ښځینه دوو جنسیتونو په رسمیت پېژندلو ولاړ وي.

هغه ژمنه کړې، چې نړۍ کې به ټولې جګړې پای ته ورسوي او د نړۍ لپاره به د یووالي نوی روح راوړي.

ټرمپ اعلان کړی، چې د پاناما کانال به بېرته تر کنټرول لاندې راولي او له دغه کانال څخه به د چین لاسونه لنډ کړي.

ټرمپ د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځ د جوړولو اراده هم څرګنده کړې.

د امریکا دغه نوي ولسمشر ژمنه کړې، چې په متحده ایالتونو کې به حاکمیت او عدالت بېرته راولي او د امریکا زوال به پای ته ورسوي.

هغه د جنوبي سرحدونو وضعیت د ښه کولو لپاره د ملي بېړني حالت اعلان کړی او د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي ژمنه یې کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا