اسلایدشوافغانستانسیاست

ایران او ا.ا استخباراتي مستقیمې اړیکې لارې جوړوې

دید خبرې آژانس: ایران د کابل او تهران د استخباراتي بنسټونو ترمنځ د یوې مستقیمې ارتباطي لارې پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.

د راپورونو لمخې، د اسلامي امارت پلاوي هم د تخصصي برخو ترمنځ مستقیمه اړیکه یو اغېزناک ګام بللی دی.

د ایران د رسنیو د راپور له مخې، د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د دواړو هېوادونو د ځانګړو څانګو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کېدل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د وګړو د اړوند چارو او حقوقي او قضایي برخو په ګډون د ګډو مسایلو د حل تر ټولو اغېزناکه لار بللې ده.

 پورجمشیدیان د دواړو هېوادونو د استخباراتي، امنیتي او انتظامي ادارو ترمنځ د مستقیم اړیکو د  یو کانال جوړېدل د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزناکه بللې ده.

سترې محکمې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت پلاوي د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال سره د افغان بندیانو د لېږد او د دواړو هېوادونو د انټرپول پولیسو ترمنځ د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د اسلامي امارت پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال سره په کتنه کې د هغو افغانانو د نوملړ غوښتنه کړې وه چې پر اعدام محکوم شوي او د هغوی د اعدام د مخنیوي لپاره یې د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا