اسلایدشوافغانستانسیاست

د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰مه کالیزه ونمانځل شوه

دید خبرې آژانس: د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې د کابل او بیجېنګ ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰مه کالیزه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتانو او مسوولینو په شتون کې ونمانځل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي په یاده نمانځغونډه کې د وینا پرمهال وویل چې چين د پخواني شوروي اتحاد او امريکايي اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او جهاد کلک سياسي ملاتړ کړی او اوسمهال هم له اسلامي امارت سره ښې اړيکې لري.

ستانکزي زیاته کړې، چين هغه ګاونډی دی، چې تر اوسه پورې يې له افغانستان سره هېڅ ډول سرحدي شخړه نه ده رامنځته شوې.

هغه همدارنګه له چین څخه غوښتنه وکړه، چې په نړیوالو دریځونو کې د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ دریځ ته دوام ورکړي.

سیاسي معین ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست له مخې له نړۍ په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د چین په ګډون به د افغانستان له خاورې څخه بل هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر ژاوشینګ په یاده غونډه کې وویل چې چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې بې له دې چې د وخت شرایط په نظر کې ونیسي ښې اړیکې پاللې او چین به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.

هغه ډاډ ورکړ، چې چین په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي، د دغه هېواد ارضي تمامیت او استقلال ته په درنه سترګه ګوري، په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په افغانستان کې د نفوذ پېدا کولو په لټه کې نه دی.

د چین سفیر له اسلامي امارت سره ښو اړیکو ته په اشارې وویل چې تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت ۱۲ لوړ پوړي پلاوې چین ته دعوت شوي دي.

ژاوشینګ یو ځل بیا له امریکا څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې د افغان او چینايي ډیپلوماتانو سربېره، یو شمېر سوداګرو، د پوهنونونو استادانو او مسوولینو هم ګډون کړی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا