خلیلزاد د ستانکزي سخته نیوکه هیله بخښوونکې وبلله
دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس ستانکزي هغه څرګندونې چې د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو یې د دې ډلې پر مشر ملا هیبت الله نیوکه کړې، هیله بخښوونکی بدلون بللی دی.
خلیلزاد نن پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي چې ستانکزی د اسلامی امارت یو لوړ پوړی غړی دی چې د دوحې په مذاکراتو کې یې مهم رول ولوباوه.
ستانکزي د خوست له یوې دیني مدرسې د فراغت په مراسمو کې د دې ډلې د هبت الله اخندزاده پر امر سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي بنسټ نه لري.
هغه څرګنده کړه چې د نجونو پر زده کړو بندیز د ۲۰ میلیونه افغانانو په حق کې بې عدالتي ده.
خلیلزاد د ستانکزي د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا یو مثبت بدلون کېدای شي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي دغه راز یادونه کړې چې په پاکستان کې د نړیوال اسلامي کنفرانس جوړېدل هم د نجونو د زده کړو د حق په برخه کې یو اغیز شیندونکی ګام دی.
هغه په پای کې له اسلامی امارت غوښتي چې د نوي لمریز کال تر پیلېدو پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.