هرات کې هر ورځ ۱۰ ټنه سوسیس تولیدیږې
دید خبرې آژانس: د هرات ولایت د «ګلبهار آریا» کارخونې مسوولین وایي، چې دا کارخونه په افغانستان کې د سوسیس تولید په برخه کې لومړنۍ کارخونه ده او په ورځني ډول ۱۰ ټنه سوسیس تولیدوي.
د دغه کارخونې عمومي مسوول محمد یوسف رشیدي باختر اژانس ته ویلې، چې په دې کارخونه کې ۲ میلیونه ډالر پانګونه شوې او له دې لارې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
رشیدي زیاتوي، چې دغه شرکت ۱۲ ډوله محصولات لري، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلورل کېږي او په نژدې راتلونکي کې به د لبنیاتو تولید برخه هم فعاله کړي.
په ورته وخت کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیر محمد سیرت وویل، چې اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د ورته بهرنیو توکو واردات محدود او تعرفې یې لوړې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې ۱۰۰۰ لویې او وړې کارخونې شتون لري، چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي.