مولوي عبدالکبیر: اندېښمن نه یم
دید خبرې آژانس: وروسته له هغې چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو وایي، د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت د لرې کېدو په اړه هیڅ ډول اندیښنه نه لري.
هغه په دغه غونډه کې د دغه وزارت له چارواکو او کارکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو کارونو ته د تېر په څېر دوام ورکړي.
ښاغلي کبیر زیاته کړې: که د کډوالو وزارت وي، که سیاسي معاونیت وي که بل وزارت وي، یو کس دا کار ځانته نه شي کولای. دلته کوم وخت کې چې مرحوم حاجي صیب کار کړی دی، هغه هم دا وزارت ځانته نشو چلولای، تاسې ورسره همکار وئ. ماته هم که دا وزارت ځانته راپرېږدئ زه یې نشم کولای.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو نوی سرپرست په داسې حال کې خپل کار پیلوي چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې افغان کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي.
مولوي عبدالکبیر په خپله لومړنۍ کتنه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر د مرغومي میاشتې پر شلمه د یوه فرمان په صادرولو سره مولوي عبدالکبیر چې مخکې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال و، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګوماره.