اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

له پکتیا څخه پاکستان ته د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

دید خبرې آژانس: د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي، روان لمریز کال کې د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته د نږدې ۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.\

د مسوولینو په خبره، دې توکو کې وچه او تازه مېوه، سبزي، د ډبرو سکاره او طبي بوټي شامل دي.

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رييس، محمد عظيم عظيمي ویلې: « له نیکه مرغه له پکتیا ولایت څخه د څه کم ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، دا د ډنډ پټان له بندره ترسره شوي دي. او دې صادراتو کې مېوې، حبوبات، طبي بوټي، سبزیجات او د ډبرو سکاره شامل دي.»

ورته مهال د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين او سوداگر وايي، د ډنډ پټان لار ټرانزیټي کېدو او نورو اړینو اسانتیاو برابرېدو سره به د صادراتو کچه تر دې هم لوړه شي.

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسيب الله ګرديزي و ویل: « پر دغه لار د صادراتو او وارداتو شمېرې لوړوې شوې دي، پکتیا کې د ټولو سوداګرو غوښتنه دا ده چې دغه لار دې ټرانزیټي شي.»

د پکتيا د سوداګرو ټولنې مسوول، خواجه الدين کليوال وویل: « یوازینۍ ستونزه چې دا مهال موږ ورسره مخ یو، د ویزې ستونزه ده چې ترلاسه یې کړو او خپل مالونه و پلورو.»

د کرښې دواړو غاړو ته سوداګر وايي، ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د نښتو او له کرښې ها خوا قومي او مذهبي شخړو له امله په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازې تړل کېدو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا