اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ
سلګونه فلسطینیان له خپلو عزیزانو سره د یوځای کېدو وروستۍ شېبې شماري
دید خبرې آژانس: د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې سلګونه فلسطینیان، چې د صهیونستي اشغالګر رژیم په بند کې یې شپې او ورځې سبا کړي، په غزه کې له خپلو عزیزانو سره د یوځای کېدو لپاره وروستۍ شېبې شماري.

ټاکل شوې تر راتلونکي شاوخوا یو ساعت پورې (ځایي وخت ۸:۳۰) غزه کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ اوربند پیل شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د اوربند له ټینګېدو سره جوخت به حماس د خوشې کېدونکو اسرائيلي اسیرانو نوملړ هم اعلان کړي او باید وویل شي، چې غزه کې له اوربند څو ساعته وړاندې صهیونست اشغالګر پوځيانو خپل تدریجي شاتګ پیل کړی او فیلدلفیا کې د راټولېدو په حال کې دي.
د راپورونو له مخې د اوربند تر ټینګېدو وروسته د نن ورځې پای کې د صهیونست رژیم او فلسطیني مجاهدینو ترمنځ د بندیانو او اسیرانو تبادله هم شروع شي.