اسلایدشوافغانستانبرگزیدهروستي خبرونهسیاست

مولوي عبدالکبیر د کډوالو وزارت د سرپرست په توګه رسما دنده پیل کړه

دید خبرې آژانس: د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء مخکېني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د یوې ناستې په ترڅ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د وزیر په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.

په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالانو او رییسانو ګډون کړی وو.

د چارو د ادارې لوی رییس، ولس او اسلامي نظام ته خدمت د اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو موخه وبلله او زیاته یې کړه، چې ښاغلی مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او قربانۍ ورکړې دي او د نوموړي تجربه او وړتیا به د د دغه وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.

همدارنګه شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د مولوي عبدالکبیر د بریالیو دندو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اطاعت د تقوا بېلګه او د اسلامي امارت یو اصل دی.

په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر د شهید خلیل الرحمان حقاني روح ته دعا وکړه، او د کډوالو په برخه کې یې د نوموړي ښه مدیریت او هلې ځلې وستایلې.

هغه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي.

نوموړي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګډه به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا