پزشکیان او پوتین په افغانستان کې د ثبات پر ټينګښت ټینګار وکړ
دید خبرې آژانس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسي سیال سره په یوې ګډې خبري ناسته کې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر اهمیت ټينګار کړی دی.
ښاغلي پزشکیان ویلي چې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د سیمهییزو همکاریو او د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د ایران ولسمشر تاجیکستان ته تر سفر وروسته روسیې ته ولاړ او له ولادیمیر پوتین سره یې په یو ګډې خبري ناسته کې وویل:«پر یو لړ سیمهییزو مسایلو له هغې ډلې منځني ختیځ، قفقاز په تړاو د نظر ادلون بدلون او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت ټینکار وشو.»
مسعود پزشکیان زیاته کړې چې، له ولادیمیر پوتین سره یې په سوېلي فققاز، سوریې او منځني ختیځ کې د همکاریو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ایران او روسیه له هغو هېوادونو دي چې، له اسلامي امارت سره یې نږدې اړیکې لرلي او وخت ناوخته د دغو هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي دي.
ورته مهال، اسلامي امارت هم له تهران او مسکو سره د اړیکو پیاوړتیا د هېواد په ګټه بولي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«افغانستان، له روسیې او د ایران اسلامي جمهوریت له دواړو سره ښې اړیکې لري، موږ د دغو اړیکو پر لا تقویت او پیاوړتیا ټینګار کوو، لکه څنګه چې، د سیمې ثبات او امنیت د ټولو هېوادونو په ګټه دی، په افغانستان کې امنیت او استقرار هم د ټولو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري.»
د ایران ولسمشر تر دې وړاندې په تاجیکستان کې د دغه هېواد له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي و چې، دواړو لورو د سیمهییزو مسایلو او بدلونونو په تېره بیا، په افغانستان کې د وضعیت او د پولو د امنیت د ساتلو په تړاو خبرې کړې دي.