اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

شکېب له ملګرو ملتونو څخه د افغان کډوالو ملاتړ غوښتونکې شوه

دید خبرې آژانس: پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست دغه هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې له دغې کمېشنرۍ غوښتي چې، پاکستان کې له افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

دې کتنه کې سردار احمد شکېب پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پر دوام او له هغو سره پر ناوړه چلن د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد پولیس هغه افغانان هم نیسي چې، د اوسېدو قانوني اسناد لري.

هغه ویلي، پاکستاني پوليس د افغان کډوالو کورونه لټوي او ځينې وخت له هغوى د بډو او زياتو پيسو غوښتنه کوي.

سردار احمد شکېب و ویل: « زموږ د کتنې موخه دا وه چې، افغان کډوال اسلام اباد او نږدې سیمو کې له ستونزو سره مخ دي، اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د پولیسو له لوري ځورول کیږي او مهمه مسله دا چې دوی ته کم وخت ورکړل شوی چې له اسلام اباد او راولپېنډۍ و وځي او پر همدې موضوعاتو مو خبرې وکړې.»

پاکستان د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې دغه هیواد کې پر افغان کډوالو بندیزونه زیات کړي دي.

تېره ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا